
ایکنانیوز د نیوز روم له قوله راپور راکړی، د رسنیو فعال او د «پورت سعید» نړیوالو قرآني سياليو اجرایي مدیر عادل المصیلحي، وویل: دا سيالۍ به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په وروستیو کې له ۳۰ څخه د ډېرو هېوادونو په ګډون ترسره شي، او نهم پړاو ئې د مصر او عربي نړۍ په کچه د دیني مناجاتو او دعاوو له مهمو سیالیو څخه ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه: سږنۍ سيالۍ د مرحوم مصري قاري، شیخ محمود علي البناء په نوم ترسره کېږي او د مصر د لومړي وزیر مصطفی مدبولي تر څار لاندې، د پورت سعید د والي محب حبشي او د هغه د مرستیال عمرو عثمان په همکارۍ به ترسره شي.
المصیلحي وویل: د سيالیو کورني پړاو چې موخه یې د مصر د استازو ټاکل دي، (د لیندۍ یا قوس ۱۵مه) په «الرحمن» جومات کې پیل شوې، او په لومړۍ ورځ د دیني مداحئ د سرودونو په برخې کې د سړیو او ماشومانو له ډلې ۹۵ تنه ګډونوال حاضر وو.
هغه وویل: دا سيالۍ د قرآن او دیني سرودونو د مینهوالو په پراخ ګډون سره ترسره شوې او پورت سعید ولایت د بېلابېلو عمرونو د حافظانو او مداحانو په ټولېدو سره د معنوي او ځانګړي فضا شاهد و.
د راپور له مخې، سږنۍ سيالۍ د ګډونوالو په شمېر کې د زیاتوالي ترڅنګ، د وتلو قاریانو او مداحانو څخه جوړ د قضاوت ځانګړې پلاوي لري، او په ترڅ کې یې دیني او فرهنګي پروګرامونه ترسره کېږي چې هدف یې په نړۍ کې د استعدادونو ملاتړ او د تلاوت او دعا د نويو بیلګو وړاندې کول دي.
۹۵ ګډونوال د الازهر شریف د علماوو د پلاوي په وړاندې سره سيالۍ وکړې او د «الرحمن» جومات د سياسي، دیني شخصیتونو او د مصر د خلکو د پراخ ګډون شاهد و، چې د دغو سترو دیني مراسمو لیدلو ته ورغلي وو.
https://iqna.ir/fa/news/4321420